یوې پوځي ډلې په ګینه کې کودتا کړې ده او نوی حکومت یې اعلان کړی دی. د راپورونو له مخې یوې پوځې ډلې تېره شپه په ګینه کې د ولسمشر پر دفتر برید کړی دی، هغه یې محاصره کړی او وروسته یې ددې هېواد پر دولتي تلویزیون اعلان کړی چې ګینه کې کودتا شوې او دمګړی د واک واګې له دوی سره ده. دوی د ګینه ولسمشر آلفا کندې هم له ځان سره ساتلی دی. ملګرو ملتونو او د افریقايي هېوادونو اتحادیې دا کودتا غندلې ده او له دغه پوځې ډلې یې د ولسمشر د خوشي کولو غوښتنه کړې ده. بلخوا د ګينه ددفاع وزارت بیا وایي چې دوی د کودتا په شنډولو بوخت دي.
































