په بهرنیو اړیکو کې د امریکایي کمېټې رییسه شارلېټ پوتني وایي د سولې د خبرو لپاره اوربند مهم دی او طالبانو ته په کار ده چې دغه مهم اصل ته غاړه کېږدي. د نوموړې په خبره باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره عملي او رښتیني ګامونه اوچت شي. د پوتني په خبره په افغانستان جګړه خورا اوږده شوه او اوس ددې وخت دی چې د سولې هڅې چټکې شي. نوموړې همدا راز هیله څرګنده کړې چې د سولې په خبره کې د افغانستان د دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتل شي او په دغه هېواد کې ټول طبقات باید ډاډه وي چې حقوق یې خوندي دي.
































