وسله والو په افریقايي هېواد کانګو کې شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي په ډزو وژلي دي. د راپورونو له مخې دغه کسان له یوه کلي تښتول شوي او وروسته بیا په بې رحمانه توګه وژل شوي دي. د کانګو حکومت وایي چې د ټولو وژل شوو شمېره دېرشو ته رسېږي او په خبره سخت دریځې اسلامپالې ډلې ددې کړنې مسوولې دي. بلخوا ملګرو ملتونو هم ویلي چې په کانګو کې یوې وسله والې ډلې دېرش ملکي وګړي وژلي دي. دوی په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده. کانګو او ځینې نور افریقايي هېوادونه له اوږدو کلونو راهیسې د ورته بوږنوونکو پېښو شاهدان دي.
































