د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه په امریکا کې ۹۸۷۱۶۰ کسه په کرونا اخته دي چې له دې ډلې ۵۵۴۱۳ کسه یې مړه کړي دي. په ټوله نړۍ کې د اخته کسانو شمېر ۲۹۹۴۷۱۶ کسانو ته رسېدلی او ۲۰۱۹۹۲ کسان تر اوسه ددغه ویروس له امله مړه شوي دي. هسپانیا تر امریکا وروسته د اخته کسانو له اړخه دویم ځای لري. په دغه هېواد کې ۲۲۶۶۲۹ کسه په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۲۳۱۹۰ کسه یې مړه شوي دي. ایټالیا کې د اخته کسانو شمېر ۱۹۷۶۷۵ او د مړو شوو شمېر بیا ۲۶۶۴۴ دی. فرانسه کې ۲۲۸۵۶، برېتانیا کې ۲۰۷۳۲، ایران کې ۵۷۱۰، بلجیم کې ۷۰۹۴ او ترکیه کې ۲۸۰۵ کسه تر دې دمه د کرونا له امله مړه شوي دي.
































