ملګري ملتونه وایي تمه لري چې ژر تر ژره وکړی شي د ځمکې له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي. د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي چې دوه ورځې وړاندې یې په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي وو، په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې مرستو د رسولو لپاره امنیت اړین دی. دده په خبره دوی تمه لري چې ژر تر ژره د ځمکنیو لارو امنیت تامین شي او ملګري ملتونه خپلې مرستې په امنه فضا کې اړمنو کسانو ته ورسوي. بلخوا طالبانو بیا په ځلونو ویلي چې دوی ټولو مرستندویه موسسو او بنسټونو ته د امنیت ډاډ ورکوي او په تازه څرګندونو کې یې ملګرو ملتونو ته هم ډاډ ورکړی و، چې ښځينه او نارینه کارکوونکي یې په پوره ډاډ په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکولی شي.
































