د نوې کابینې اعلان ته امریکا په رسمي توګه غبرګون وښود او ویلي یې چې د طالبانو دا څرګندونې مونږ درک کوو چې دا یې موقته کابینه ده او واشنګټن به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د ژمنو پر ځای د هغوی د اعمالو له مخې وکړي.
امریکا ویلي موږ یو ځل بیا طالبانو ته ور یادوو چې افغانان د یوه ټولشموله حکومت مستحق دي.
ترکیې هم د طالبانو له لوري د نوې سرپرستې کابینې پر اعلان غبرګون ښودلی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نوې کابینې له اعلان خبر شوی دی او په خبره یې طالبانو دا کابینه سرپرسته بللې ده. د اردوغان په خبره دوی هر څه ته په ځير ګوري او تر ارزونو وروسته یې په اړه څرګندونې کوي.
































