په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یو موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې کې یې اووه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. پوځ وایي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دوو هغو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستاني طالبانو تحریک په وار وار پر پاکستاني پوځیانو او ادارو د بریدونو خبرداری ورکړی دی.
































