ملګرو ملتونو کې د نړۍ شل هېوادونه پر افغانستان او د طالبانو د په رسمیت پېژندلو او له هغوی سره د راتلونکو همکاریو او ګډ کار په اړه پر یو میکانیزم خبرې اترې کوي. دا غونډه چې امریکا رابللې ده د نړۍ شلو هېوادونو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. راپورونه وایي چې په دې غونډه کې به دغه راز له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او شرایطو هم خبرې اترې وشي. په همدې حال کې ډېر شمېر هېوادونه وایي چې پر طالبانو بندیزونه لګول او یا پر دغه ډله د پخوانیو بندیزونو دوام به نه یوازې ګټه ونه کړي بلکې لا ډېر به د افغانستان، سیمې او نړۍ پر زیان تمام شي. د ویلو ده چې دا غونډه وروسته تر هغه رابلل کېږي چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان ښایي له سخت اقتصادي ناورین سره مخ شي.
































