د راپورونو له مخې دغه اورلګېدنه په پلازمینه جاکاراتا کې په یوه لوی زندان کې رامنځ ته شوې چې اکثریت زندانیان یې د ترهګریزو کړنو او نشه يي توکو د قاچاق په جرم بندیان دي. سرچینه وایي چې په پېښه کې اتیا کسه ټپیان هم دي چې د شاوخوا لسو کسانو روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د اندونیزیا حکومت ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي خو لومړني معلومات ښيي چې اورلګېدنه د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده. په وژل شوو کې ځینې بهرني وګړي هم شامل دي.
































