د راپورونو له مخې د اروپايي اتحادیې د شورا رییس چارلز مېشل د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د افغانستان په اړ تلیفوني خبرې کړې دي. د کرملین په اعلامیه کې راغلي چې په دې مکالمه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د ترهګرو ګواښونه، احتمالي خطرونه او راتلونکي وضعیت خبرې شوې دي. سرچینه وایي دواړو لورو ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د یوه پیاوړي نظام د جوړولو لپاره هڅه کوي او په دې تړاو له هر ډول بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي. اروپايي ټولنې او روسیې دغه راز ویلي چې له افغانستان سره به د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې مرستې کوي او هڅه کوي له دغه هېواد بل هېڅ هېواد ته ګواښونه او خطرونه جوړ نه شي.
































