د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې خپلې ریښې وغځوي. هغه چې فارس خلیج ته په څلور ورځني سفر تللی و نن یې په کویټ کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د بیا فعالیدو ګواښ ته متوجه ده او د له منځه وړلو لپاره یې کافي چمتووالی لري. نوموړي زیاته کړې چې دوی طالبان هم دې موضوع ته متوجه کړې دي. د هغه په خبره، دوی هیله لري چې طالبان هم دا مسئله جدي ونیسي او په همدې توګه خپل ځان او امریکا د دغې ډلې له شره وساتي. په همدې حال کې پولټیکو نشریې د نوموړي له قوله ویلي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ مخنیوي لپاره هم تدابیر لري او د هوا له لارې به د دغې ډلې پر ضد خپل بریدونه ترسره کوي خو دا چې څه ډول به معلومات راټولېږي تر اوسه پورې یې په اړه کومه طرحه نه ده جوړه کړې.
































