د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړو له امله څه باندې ۱۲۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې د روان کال میلادي کال لومړۍ درې میاشتې بیا هم د ملکیانو لپاره خونړۍ وې او د جګړې تر ټولو ډېر تلفات ملکیانو ته اوښتي دي. د سرچینې په خبره د روان میلادي کال له جنورۍ بیا د مارچ تر ۳۱مې په افغانستان کې ۱۲۹۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په راپور کې راځي له دې ډلې ۵۳۳ ملکیان په جګړو کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان دي. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د ۵۵ سلنې مرګ ژوبلې پړه د دولت پر مخالفو وسله والو ده. همدا راز د ۳۳ سلنې مرګ ژوبلې مسوول دولت پلوه وسله وال ښودل شوي دي. ملګرو ملتونو تمه ښودلې چې په افغانستان کې ښکېل لوري د ملګرو ملتونو د سر منشي غوښتنې ته په درناوي بشري اوربند وکړي او د جګړو پر ځای د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره سره یو لاس شي. یونما همدا راز ویلي چې د جګړې دوام به د بشري مرستو رسونه له ستونزو سره مخ کړي نو له همدې امله ټولو لورو ته په کار ده چې اوربند وکړي او په دې توګه د ملکي افغانانو ژوند خوندي کړي.
































