د امریکا ولسمشر جو بايډن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پر ټولو دولتي کارکوونکو د واکسین اخیستل جبري دي او ټول هغه شرکتونه باید خپلو کارکوونکو ته واکسین ورکړي چې د کارګرانو شمېر یې تر سلو ډېر دی. بایډن په تونده لهجه وویل چې د ځينو د ضد او واکسین نه کولو له امله لا هم په امریکا کې کرونا وبا پر خپل ځای ده او خلک درنه بیه پرې کوي. هغه زیاته کړې کوم کسان چې واکسین نه کوي، باید په اونۍ کې یو ځل د کرونا ویروس ازمویښټ ورکړي. بایډن ټینګار کړی چې له دې وروسته واکسین جبري دي او دولتي کارکوونکي باید له ځان سره کارت ولري. دمګړی په امریکا کې شاوخوا پنځوس زره روغتیايي مرکزونه امریکایانو ته واکسین لګوي او ویل کېږي چې له نوي امر سره شاوخوا سل میلیونه امریکایان واکسین شي.
































