د چین ولسمشر شي جین پینګ له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو ولسمشرانو د دواړو هېوادونو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې څو باوري شي چې سیالي په کړکېچ بدله نه شي. په اعلاميې کې راغلي دواړو ولسمشرانو د ګډو ګټو او هغو برخو په اړه چې د امریکا او چین ګټې سره جلا کوي مهمې خبرې کړې دي. سپینه ماڼۍ وايي لکه څنګه چې بایډن روښانه کړې د چین او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ دغه خبرې د امریکا د هغو هڅو په لړ کې وشوې چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي له مسوولیت سره اداره کړي. د چین دولتي تلویزیون سي سي ټي وي هم ویلي چې د شي جین پینګ او بایډن ترمنځ دغه ټیلیفوني خبرې ازادې وې او دواړو مشرانو په کې د دواړو لورو ترمنځ د شته اندېښنو په اړه خبرې وکړې. د راپور له مخې د چین ولسمشر ویلي که چین او امریکا خپلې اړیکې اداره کړي دا کار د نړۍ د برخلیک او راتلونکې لپاره مهم دی.
































