د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني ويلي زموږ له خوا عفوه سیاسي نه، بلکې شرعي وه، نو ځکه موږ له زړونو د انتقام سوچ ايستلی دی. نوموړي ويلي چې پخوانیو چارواکو او عسکرو ته بايد نامناسب کلمات؛ لکه مجرمین، قاتلین، غلامان او نور ونه کارول شي. سراج الدين حقاني د امارت منسوبينو ته په خطاب کې ويلي چې ولس ډېر ځورېدلی او بايد ناوړه چلند ورسره ونه شي. هغه زياته کړې چې که له چا سره داسې چلند وشو، اړوندو ادارو ته دې شکايت وکړي او موږ به يې عاملينو ته شرعي سزا ورکړو.
ښاغلي حقاني دا خبرې په هغه غونډه کې کړي چې د کورنيو چارو د سرپرست وزير په توګه د نوموړي د پېژندنې لپاره جوړه شوې وه.
































