ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي. ولسمشر غني د ثور د اتمې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي ددې وخت دی چې ټول په ګډه د کرونا پر ضد مبارزه وکړي او دغه وژونکې پدیده له خپل هېواد ورکه کړي. دده په وینا افغانان په دې حساسو شرایطو کې تر بل هر وخت یووالي او د یو بل ملګرتیا ته اړتیا لري. ولسمشر غني بیا هم پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي. ولسمشر زیاته کړې چې سوله د ټولو افغانانو هیله ده نو له همدې امله د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ده. هغه ټينګار کړی چې افغان حکومت د سولې لپاره اساسي ګامونه اوچت کړي دي او لا هم هڅه کوي چې افغانستان ته یوه با عزته سوله راولي او په دې توګه دلته روانه جګړه ختمه کړي. ولسمشر غني داسې مهال پر طالبانو د سولې غږ کړی چې دغه ډله افغان حکومت او امریکا د سولې په لار کې د خنډونو په جوړولو تورنوي.
































