پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۵ تنه په کرونا وبا اخته شوي دي او ۱۲ تنه ددې وبا له امله مړه شوي دي. همدارنګه ۳۰۲۹ تنه بیا له دې ویروس څخه روغ شوي دي. د تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو سره په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۲۸۶ تنو ته ورسېد. د یوه بل خبر له مخې پنجاب ایالت کې روغتیا پالو د کرونا وبا پرضد د مبارزې پر مهال د وقایې د لازمو تجهیزاتو د نشتوالي له کبله په اعتصاب لاس پورې کړی. د ځوانو ډاکټران د اتحادیې د پنجاب د ایالتي څانګې رییس سلمان چودري ویلي، د ټیټ کیفیت لرونکو وسایلو د کارولو په نتیجه کې د هغو مسلکي روغتیايي کارکوونکو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې د کرونا وبا پرضد مبارزه کوي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سل تنه مسلکي روغتیاپالان په کرونا وبا اخته شوي دي.
































