د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چلډرېن نړیواله اداره وايي ددې وخت نه دی چې نړیوال افغانانو ته شا کړي. ددغه ادارې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې ټول وګړي په تېره ماشومانو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې نړیوال په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي. دغه نړیوال بنسټ همدا راز وايي چې دمګړی شاوخوا ۵،۵ میلیونه ماشومان په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که دا مرستې و نه شي نو ښايي له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. سېف د چېلډرین وایي دوی له همدې امله په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړې ده، څو وکړی شي له اړمنو ماشومانو او کورنیو سره بېړنیو مرستو ته ادامه ورکړي او په دې برخه کې د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري.
































