د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه نن په ارګ کې، ترسره شوه. په دې غونډه کې، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانانو د جهاد د بریالیتوب په مناسبت د بندیانو د بښنې فرمان نهایي شو، چې له مخې به یې زرګونه زندانیان ازاد شي. غونډې ته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او همدارنګه د افغانستان د زندانونو عمومي رییس ته دنده سپارل شوې چې د دې فرمان جزیات له خلکو سره شریک کړي. دغه اقدام د کرونا وبا د مخنیوي په موخه د هغه فرمان په تعقیب کېږي چې له امله یې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان له مختلفو زندانونو څخه زرګونه بندیان خوشې شول.
































