د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې دوی د القاعده مشر ایمن الظواهري ته پناه نه ده ورکړې او په خبره یې، دا خبرونه دروغ دي چې ګوندې د القاعده رهبر ایمن الظواهري په افغانستان کې دی. محمد نعیم ویلي چې افغان جګړه نوره پای ته رسېدلې ده او له دې وروسته هیڅوک له افغان خاورې د نورو پر ضد استفاده نه شي کولی. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني رییس مایکل مورل د سي ان ان په فیس دې نېشن خپرونه کې ویلي وو چې طالبانو د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې ده او دغه هېواد یو ځل بیا د نړۍ لپاره پر سرخوږي بدلېدونکی دی.
































