کابل کې د چین لوی سفیر د ا،ا،ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې لوی سفیر د نوي حکومت جوړیدو مبارکي ویلې او د چین له لوري یې افغانستان سره بیلابیلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی. د طالبانو یو تن ویاند محمد نعیم ویلي چې په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري، اقتصادي او سياسي همکاريو او اړيکو ته دوام او وده ورکړي. د هغه په خبره، چين د کورونا واکسين په برخه کې ۳ میليونه او د عاجلو مرستو لپاره ۱۵ ميليونه ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده. د نعیم په وینا، متقي د چين هېواد له مرستو مننه کړې او زياته کړې یې ده چې چين او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پراختيا د دواړو لوريو په ګټه ده.
































