د ترکیې لوړپوړو چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نړۍ په کچه د کډوالو تر ټولو ستر کوربه دی، نو له همدې امله نور ددې وړتیا نه لري چې لا ډېر افغانان و مني. دغه هېواد له نړیوالو غوښتي چې په دې برخه کې ټولیز اقدام وکړي او ترکیه د کډوالو نوې څپې ته یوازې پرې نه ږدي. د ترکیې حکومت دغه راز اعلان کړی چې له دې وروسته هېڅ افغان کډوال نه مني او نړیوالو ته په کار ده چې ددغه کسانو د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي. ترکیه د اسیا او اروپايي هېوادونو ترمنځ د کډوالو د تګ راتګ تر ټولو ستره لار ده چې هر کال زرګونه کسان ددې هېواد له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي. سره له دې هم نړیوالې ادارې وایي چې په ترکیه کې شاوخوا څلور میلیونه کډوال مېشت دي، چې ډېری یې د سوریې او عراق اوسېدونکي دي.
































