په پاکستان کې له فساد سره د مبارزې بنسټ ځکه د نواز شریف د بیا نیول کېدو حکم صادر کړی دی، چې د فساد د یوې دوسیې په څېړلو کې یې ور سره همکاري نه ده کړې. دې بنسټ داسې مهال د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د بیا نیولو حکم ورکړی، چې نوموړی د درملنې په موخه په لندن کې اوسي. دې ادارې نواز شریف ته د مارچ میاشتې تر ۲۷ نېټې پورې وخت ورکړی و، څو محکمې ته حاضر شي، چې نه دی حاضر شوی. اوس چې نوموړی له دې ادارې سره په نه همکارۍ تورن شوی، نو د بیا نیول کېدو حکم یې صادر شوی دی.
































