د بښنې نړیواله اداره وایي چې باید په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما ماموریت وغځول شي. ددغه ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو او بشري خدماتو په برخه کې د یونما فعالیتونه خورا مهم او برخلیک ټاکونکي دي نو ځکه یې د ماموریت د دوام جدي اړتیا ده. ټاکل شوې چې د سپټمبر په اوولسمه په رسمي توګه په افغانستان کې د یونما د ماموریت موده پای ته ورسېږي او په همدې ورځ به د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د یاد دفتر د کار د دوام او یا پای په اړه رایه اچوي. خو په ملګرو ملتونو کې نږدې سرچینې وایي چې غړي هېوادونه به د یاد ماموریت دوام ته رایه ورکړي ځکه افغانان تر بل هر وخت د نړیوالو بنسټونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري.
































