د پاکستان او روسیې مشرانو پر افغانستان خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي مسایلو او له افغانانو سره پر بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي. پوتین ویلي چې دوی په ټوله سیمه کې د دایمي امنیت او سولې غوښتونکي دي او په دې برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده. همدا راز ټینګار شوی چې باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ادامه ولري او په دغه هېواد کې دې د روان بشري ناورین د پراختیا مخنیوی وشي.
































