عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. ددغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلو لابراتوارونو کې ۶۰۴ مشکوک سپملونه معاینه کړي چې له دې ډلې یې ۱۷۲ مثبت وو. تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي. په دغه ولایت کې ۳۴، په هرات کې ۳۳ په کابل کې ۲۷، په کندهار کې ۲۱، پکتیا کې اته، بغلان کې اته، کندوز کې اووه، سرپل او غور کې پنځه پنځه، سمنګان او نیمروز څلور څلور، په فاریاب، ننګرهار، لغمان او خوست کې درې درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره د مثبتو پېښو شمېره ۱۷۰۳ ته رسېدلې ده. د عامې روغتیا وزارت ویاند یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه کرونا ویروس تازه په افغانستان کې د اوج مرحلې طی کوي او مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.
































