ټرمپ په امریکا کې د مېشتو افغانانو او افغان کډوالو پر وړاندې د مخالفتونو د پارولو په لټه کې دی. ځينې امریکایي رسنۍ وایي چې ټرمپ د خپل ګوند په مرسته غواړي د رسنیو د راپورونو، مقالو او نشراتو له لارې په امریکا کې د افغان کډوالو د منلو پر وړاندې مخالفتونو رامنځ ته کړي او ان په ځينو مواردو کې د کرکې پارولو په هڅه کې دی. سرچینه وایي ټرمپ غواړي په همدې سره امریکا ته د ورتګ او کډوالۍ قوانین هم سخت شي او امریکا د نورو افغان کډوالو له منلو لاس په سر شي. ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال هم د کډوالو د ورتګ سخت مخالف و، چې له همدې امله یې له مکسیکو سره د میلیاردونو ډالرو په لګښت دېوال هم جوړ کړ.
































