د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ پرون وروسته له دې استعفا ورکړه چې د پارلمان اکثرو غړیو وویل چې تېره میاشت یې له افغانستانه د پناه غوښتونکو د ایستلو چارې سمې اداره نه کړې. د اروپايي هېوادونو د بېلابېلو سیاسي خواوو استازو وویل چې د طالبانو پر وړاندې د هالنډ د حکومت د پڅ ځواب او په هالنډ کې د پناه په شرایطو د برابرو زرګونو افغانانو د لېږدولو لپاره د خوندي لارې د نه چمتووالي مسوولیت د کاګ په غاړه وو. د هالنډ پوځي الوتکو د اګسټ د میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې کابو ۲۱۰۰ تنه له افغانستانه وایستل.































