د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل په پاریس کې پر نړیوالو ستونزو، د اروپايي اتحادیې پر مسایلو او افغانستان خبرې کړې دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دواړو خواوو د خبرو په کلیدي موضوعاتو کې د افغانستان بحران، په افریقا کې د ترورېزم پر ضد مبارزه او د اروپايي اتحادیې مسالې شاملې وې. مکرون او مېرکل د افغانستان په اړه وویل چې په اروپا او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې به د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ پر لارو چارو کار وکړي.
































