د امریکا د خزانې وزارت د القاعده شبکې پر پنځو غړو بندیزونه ولګول. د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې د القاعده دغو ملاتړو له ترکیې څخه بهر کار کاوه او د یادې ډلې تندلارو ته یې مالي مرستې برابرولې. د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د القاعده لپاره د مالي مرستو اصلي تسهیل کوونکی مصري مدافع وکیل مجدي سلیم، مصري تبعه نصرالدین ال عزلاني، نور الدین مصلحان او د ترکیې اتباع سیبریل ګویل او سونر ګورلین القاعده ته د مالي مرستو په برابرولو تورن شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت د دې اقدام له مخې، د یادو کسانو ټولې شتمنۍ او په امریکا او هغو ځایونو کې چې د امریکا تر اثر لاندې دي له حقیقي او حکمي کسانو سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هغوی پنځوس سلنه او تر هغه زیاته شتمني کنګل کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هڅه کوي هغه کسان په نښه کړي چې امریکا متحده ایالتونو ، امریکایي اتباعو او د امریکا ګټو ته د زیان رسولو په هڅه کوې وي.
































