د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر افغانستان ته په سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو، د ملګرو ملتونو له کارکوونکو او د موسساتو له استازو سره وکتل. فلیپو ګرانډې په دې سفر کې د طالبانو د چارواکو په ګډون له بیلابیلو اړخونو سره له افغانستان څخه بهر او په خپله افغانستان کې له افغانانو سره د مرستو په څرګندوالي بحث وکړ. افغانستان ته په درې ورځني سفر کې ګرانډې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نوموړي وايي، څه باندې نیم میلیون افغانان د جګړو له امله بیځایه شوي او حالت ناوړه لري. ملګري ملتونه وایي چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان بیړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري او شاوخوا درې میلیونه نور د تیرو شلو کلونو جګړو له امله زیانمن شوي دي. د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د مرستو د راټولو په تازه غونډې کې چې په ژنیو کې وشوه، حکومتونو د څه باندې ۱.۱ میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړله.
































