د چین ولسمشر شي جین پینګ وایي، د شانګهای همکارۍ سازمان غړي باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې په دې هېواد کې انتقالي بهیر پر اساني پر مخ یوړل شي. د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې شي جین پینګ دغه څرګندونې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې ته په یوه ویډیويي وینا کې وکړې. هغه وویل، د دې سازمان غړو ته په کار ده چې افغانستان یوې داسې لارې ته سیخ کړي چې سیاسي نظام یې ټول شموله وي او په کور دننه او بهر یوه معتدله پالیسي ولري. چین دغه راز ویلي چې امریکا باید له افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستې وکړي.
































