د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر فليپو ګراندې په تازه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه وو، اقلیتونو او بېلو لورو د حقونو د خوندي کولو جدي اړتیا ده. دده په خبره نړیواله ټولنه لا هم فرصت لري چې له طالبانو سره پر دې مواردو خبرې وکړي، ځکه دغه ډله لا هم خبرو ته تیاره ده. د ګراندې په وینا د ښځینه وو حقونه او دوی ته د زده کړې او کار زمینه برابرول هغه څه دي چې نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښنه لري. ګراندې تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې نړیواله ټولنه باید د دایمي ثبات او ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي او هڅه دې وشي چې مسایل د خبرو له لارې حل کړل شي.
































