د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې(یونسیف) د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د هغې اعلامیې په غبرګون کې چې یوازې یې هلکانو ته ښوونځیو ته د ورتګ بلنه ورکړې ده ویلي، چې په افغانستان کې له اوږدو رخصتیو وروسته د هلکانو د متوسطو پر پرانیستل کېدو خوښ دي او هرکلی یې کوي خو زیاتوي چې نجونې باید له زده کړو محرومې نه شي. د یادې ادارې اجرایې مشر، هنریتا فور ویلي چې د ا.ا.ا له لوري د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستل کېدو موضوع اندېښمن کړي دي. نوموړې څرګنده کړې چې سږکال ۴.۲ میلیونه ماشومانو په ښوونځیو کې نوملیکنه کړې چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي او دا شپیته سلنه نجونې باید په هیڅ صورت له زده کړو محرومې نه شي. د یادونې ده چې تېره ورځ پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د هلکانو متوسطې به سر له شنبې (نن) څخه پرانیستل شي خو د نجونو په اړه یې څه نه وو ویلي.
































