د ا.ا.ا د سیاسي دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې اوسنۍ کابینه لنډمهالې ده او ښایي پکې ژور بدلونونه راشي. هغه له ان.اچ.کې ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې ښایي د نوي حکومت جوړېدل ورځې او ان میاشتې ونیسي نو هیله ده خلک حوصله ولري. شاهین څرګنده کړې، لومړنی څه چې خلک یې تمه لري د یو پراخ بنسټه دولت منځته راتګ دی خو د ده په خبره، دا چاره وخت ته اړتیا لري. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دوی د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښه دوه اړخیز او ډیپلوماټیک مناسبات غواړي. نوموړي دغه راز له امریکا هم غوښتي چې د افغانستان مالي شتمني دې خوشې کړي څو هېواد له اقتصادي بحران سره مخ نه شي. شاهین د خپلو خبرو په پای کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، هغه کسان چې د سفر اسناد ولري کولی شي په ازاد ډول له افغانستان څخه ووځي.
































