د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شیخ فیصل بین فرهان په درې ورځني سفر هند ته تللی دی او ددغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به پر بېلو مسایلو خبرې کوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د خبرو یوه مهمه برخه افغانستان هم دی. راپورونه وایي چې شیخ فیصل به له خپل هندي سیال جي شینکر او د هند له لومړي وزیر نریندا مودي سره پر افغانستان او دلته پر روان سیاسي وضعیت خبرې وکړي. په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي خپاره شوي، خو هند واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان له اړه اندېښمن دی، خو طالبانو په ځلونو ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ ګاونډي هېواد ته خطرونه نه جوړېږي.
































