د راپورونو له مخې دغه کمپ ته پوره امنیتي تدابیر نیول شوي دي او ګرچاپېره یې له برېښنا سره په وصل شوو لینونو او کېبلونو تړل شوی دی. سره له دې چې یونان له خپل دې کار دفاع کوي خو د کډوالو مدافع بنسټونه وایي چې له کډوالو سره باید د زندانیانو په څېر چلند و نه شي. د سرچینې په خبره کډوال بې ضرره وګړي دي او د یونان ټولنې ته هېڅ راز زیان نه رسوي. یونان داسې مهال دغه کمپ پرانیستی چې تازه له افغانستان او ځينو نورو هېوادونو دغه هېواد ته د کډوالو نوې څپې پیل شوې دي.
































