افغانستان د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو د بحث موضوع ده. د راپورونو له مخې د ناټو د غړو هېوادنو ددفاع وزیرانو او لوی درستیزانو دوه ورځنۍ غونډه رابللې ده او د بحث مهمه موضوع یې افغانستان دی. د امریکا د پوځ لوی درستیز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د ناټو غړو هېوادونو تر ټولو ستر هدف له افغانستان د احتمالي ترهګریزو ګواښونو او خطرونو له منځه وړل دي. دده په وینا له همدې امله د ناټو دفاعي چارواکي د افغانستان په اړه پر خپلو راتلونکو پلانونو خبرې کوي. غونډه پرون پیل شوې ده او نن به د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع وزیران د افغانستان په اړه خپلې نوې تګلارې او پلانونه شریکوي.
































