په افغانستان کې د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی. امریکایي مخکښ سناتور او ددغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته پخواني نوماند برني سندرز په یوه تازه مرکه کې په کابل کې د امریکا وروستی هوایي برید په کلکو ټکو غندلی دی. دده په خبره د امریکا دفاعي چارواکو منلې ده چې په دې برید کې یې ملکي وګړي وژلي او په دې توګه یې یو ستر بشر ضد جنایت ترسره کړی دی. دده په وینا امریکا نه یوازې دا چې یوه انساني ضد او بوږنووونکې پېښه ترسره کړې ده، بلکې د امریکا باور او حیثیت یې له منځه وړی دی. د سندرز په خبره دا د امریکا لپاره تر ټولو بده شېبه ده چې په یوه هوایي برید کې ملکي وګړي وژني او بیا یې مسوولیت اخلي. هغه په دې تړاو د لا ډېرو څېړنو او پلټنو غوښتنه کړې ده او د برید د عاملینو محاکمه یې غوښتې ده.
































