د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د غړو هېوادونو استازي نیویارک ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې د شاوخوا ۱۹۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا لوړپوړي چارواکي نیویارک ته رسېدلي چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې ګډون وکړي. د ډېری هېوادونو ولسمشران به په انلاین توګه او د ویډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې وینا کوي، خو د بهرنیو چارو وزیران او ځينې نور لوړپوړي چارواکي به یې د ملګرو ملتونو په مقر کې حضور ولري. د ملګرو ملتونو ددې کلنۍ غونډې مهمه اجنډا اقلیمي بدلون سره مبارزه، د کرونا ضد مبارزه او نړیوال نظم دی. ملګرو ملتونو ویلي دا هغه ستر ګواښونه دي چې د بشر اوس او راتلونکې ته خطرونه جوړولی شي، نو ځکه ډېر تمرکز پر همدې مسایلو دی.
































