د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د یوه هوایي برید په اړه د پلټنو ملاتړ کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې په یوه تازه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د جمعې په ورځ ولسمشر جو بايډن ته په کابل کې د دوی د وروستي برید او ملکي تلفاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شوي دي. د نوموړې په خبره بایډن امر کړی چې ددغه برید په اړه دې لا ډېرې پلټنې وشي او په خبره یې د ملکي وګړو وژل کېدل ستره تراژيدي ده. بايډن وروسته له هغه په دې اړه څرګندونې کوي چې په کابل کې د امریکايي ځواکونو یوه هوایي برید او ملکي مرګ ژوبلې په نړیواله کچه غبرګونونه وپارول. د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې په دې برید سره امریکا ټولې نړۍ ته ذلیله شوه او لامل یې هم نالایقه جنرالان بللي دي. د بښنې نړیواله اداره بیا وایي چې د برید اصلي عاملین باید محاکمه او د قربانیانو کورنۍ ته دې تاوان ورکړل شي.
































