د روسیې د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د بلک واټر مشر ایریک پرینس په دې وروستیو کې د روسیې نظامي تحقیقاتي مرکز په بلنه مسکو ته تللی وو او په دغه نظامي مرکز کې نوموړي د پوښتنو ځوابونو یوه برخه کې ویلي دي چې،د بلک واټر د ډیرو هڅو سره سره د امریکا حکومت له خوا بلک واټر ته په افغان راتلونکې جګړه کې ونډه نه ده ورکړل شوې،نوموړي ویلي دا ماموریت د امریکا او طالبانو د نوې هوکړې له مخې اوس طالبانو ته سپارل شوی او طالبان په دغه تړون کې مکلف بلل شوي چې افغانستان کې د داعش ، القاعدې او نورو ټولو هغه ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه وکړي کوم چې د امریکا د ګټو خلاف دي، ایریک پرنس ویلي طالبانو ته دا نوی مسوولیت سپارل کټ مټ هغه ماموریت ته ورته دی چې کابو شل کاله وړاندې د امریکا له خوا بلک واټر ته سپارل شوی وو،تر څو افغانستان او سیمه کې د امریکا د ګټو لپاره جګړه وکړي.
































