د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې دواړو لورو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې سره کتلي او پر مهمو نړیوالو مسایلو یې خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په خبرو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې ددغه هېواد په اړه به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. په دې لیدنه کې همدا راز پر ایران او د مرکزي اسیا پر عمومي وضعیت هم خبرې شوې دي. بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې دا خبرې او لیدنه ګټوره بللې ده.
































