د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي چې دوی د خپل هېواد امنیت ډاډمنولو لپاره د ا.ا.ا سره په مکرر ډول په اړیکه کې دي څو افغان خاوره د نورو پر ضد ونه کارول شي. هغه زیاته کړې، دوی ډاډه دي چې د ا.ا.ا به هیچاته د نورو هېوادونو پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي خو بیا هم دوی ورسره په تماس کې دي او هڅه کوي دا چاره لا یقیني کړي. د پاکستاني پوځ ویاند دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته په وروستیو بریدونو کې ګڼو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې دې بریدونو پاکستان سخت وارخطا کړی دی.
































