نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې امریکا عراق ته د نهه میاشتني ماموریت په موخه دوه زره نور تازه دمې سرتېري لېږي. د ورځپاڼې په خبره، په داسې حال کې چې واشنګټن په عراق کې د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسولو لپاره پلان هم ډاګیزه کړی دی خو په دې وروستیو کې غواړي چې دغه هېواد ته نور ځواکونه ولېږي. په همدې حال کې ویل کېږي چې دا سرتېري به په عراق کې د بشري مرستو د رسونې د امنیت ساتنه کې مرسته وکړي او دغه راز به عراقي سرتېرو سره د زده کړې او مشورې برخه کې همکاري کوي.
































