د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دي. د یادې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان په روان وضعیت، بشري مرستو او اړوند موضوعاتو خبرې شوې دي. د سرچینې په خبره، عبدالله د افغانستان په قضایاوو کې د ملګرو ملتونو رول، رغوونکی او با اهمیته بللی دی. نوموړي دغه راز د افغاستان د قضایاوو په اړه د ملګرو ملتونو له دريځ نیولو او د افغانستان له خلکو سره د یوناما او ملګرو ملتونو د اړونده موسسو له مرستو قدرداني هم کړې ده.
































