د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د ده په نظر د پخواني نظام سقوط د افغانستان په خیر نه شو. نوموړي له یو ایراني اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي چې له تاوتریخوالي او وینې بهیدنې پرته کابل ته د ا.ا پر راتګ خوښ دی خو په وینا یې خبرو باید دوام پیدا کړی وای. کرزي ویلي، بهتره به دا وه چې د ا.ا ځواکونه او ملي امنتیي ځواکونه سره یو ځای شوي وای. نوموړي څرګنده کړې چې اوس یې د ا.ا.ا ته مشوره دا ده چې باید داسې یو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان خپل ځانونه پکې وویني. کرزی ټینګار کوي چې د حل او د ا.ا د بریا یوازینۍ لار له خلکو سره ښه چلن او د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول دي.
































