جنوبي کوریا وایي راتلونکی کال له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کوي. د جنوبي کوریا حکومت ویلي چې دوی د شاوخوا ۱۹،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په راتلونکي میلادي کال کې په افغانستان کې د ځينو انکشافي پروژو د پیلولو پلان لري. د سرچینې په خبره جنوبي کوریا غواړي چې دغه پیسې په افغانستان کې د ظرفیت لوړونې او پالیسي جوړونې په برخه کې ولګوي. د یاد هېواد چارواکو رسنیو ته ویلي چې له جګړه ځپلي افغانستان سره مرسته کول د نړیوالو مسوولیت دی او دوی هم غواړي ددغه هېواد په بیا رغونه کې رغنده رول ولوبوي.
































