د ټایمز نشریې د راپور پر بنسټ امریکا غواړي له افغانستان سره شاوخوا ۶۴میلیونه ډالره بشري مرسته ولري خو غواړي دا مرسته په داسې بڼه تر افغانانو ورسوي چې له طالبانو سره د مرستو سبب نه شي. دغه نشریه لیکي امریکا وېره لري چې هسې نه د دوی بشردوستانه مرسته په یوه بڼه نه یوه بڼه د طالبانو د تقویې لپاره وکارول شي، ځکه دوی تر اوسه په رسمي توګه د نړیوالو له لوري نه دي پېژندل شوي. ځینو شنونکو هم دغه نشریې ته ویلي چې افغانستان ته د امریکا د یادو مرستو رسول قانوني مشکل لري او د مرستو د سمو لګولو او رسولو لپاره باید پر قانوني او سمو لارو چارو فکر وشي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبان وایي مستحقو کسانو ته د مرستو رسولو ته ژمن دي او ډاډ ورکوي چې د بشردوستانه مرستندویانو ژوند به خوندي وي.
































