واشنګټن ټایمز امریکايي نشریې په یوه مطلب کې ویلي ډېره موده کېږي چې له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي بیا کتنه ځنډېدلې ده خو اوس ددې وخت دی چې دغه قضیه بیا پرانیستل شي. سرچینه کاږي چې پاکستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې له امریکا سره دوه مخې لوبه کړې ده او ددغه هېواد رهبرانو تل امریکا دوکه کړې ده. د سرچینې په وینا په افغانستان کې د وروستي وضعیت ټول مسوولیت پر پاکستان دی او استدلال کوي چې د پاکستان د دوه مخیو له امله امریکا نړۍ ته بې عزته شوه. په مطلب کې راځي چې امریکا باید په سیمه کې د پاکستان منافقانه لوبې وڅاري، ځکه دغه هېواد په ټوله سیمه کې د ستونزو او ګډوډیو سبب دی او باید پر وړاندې یې سخت اقدامات ترسره شي.
































